جمعه, ۲۳ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د روهینګیا د ماشومانو ګناه د مسلمانانو د عرب او عجم چارواکو پر غاړه ده!
بسم الله الرحمن الرحيم
د روهینګیا د ماشومانو ګناه د مسلمانانو د عرب او عجم چارواکو پر غاړه ده!

(ژباړه)

خبر:

ملګرو ملتونو په روهینګیا کې د مسلمانانو د یو نسل د له منځه تللو خبرداری ورکړی او وایي: «نیم میلیون انسانان په بنګله دېش کې د کډوالو په خیمو کې له ډول ډول خطرونو لکه په اوبو کې ډوبېدل او په بېلابېلو ناروغیو اخته کېدلو سره مخ دي. همدا اوس هم هغه څوک چې په میانمار کې استوګن دي، له زدکړې څخه وروسته پاتې دي. د میانمار د پوځیانو د وحشي بریدو له امله بنګله دېش ته د اراکان له ولایت (د میانمار شمال) څخه د ۷۰۰زرو روهینګیایانو له تګ څخه یو کال وروسته، اوس د ملګرو ملتونو، ماشومانو لپاره دفتر (یونسیف) د روهینګیایې ماشومانو راتلوونکې د بنګله دېش او میانمار د پولو دواړه لورو ته خطرناکه بولي. د یونیسف ویاند انګرام سایمون په سویس کې په یو مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، چې د روهینګیایي ماشومانو د یو بشپړ نسل د له منځه تللو وېره شته.

تبصره:

د کابو دوه میلیارده امت تر سترګو لاندې د مسلمان ماشوم نسل وژنه، د روهینګایي ورونو د پشپړ نسل د له منځ تللو وېره، د دې پر ځای کې د مسلمانانو له چارواکو څخه یو چارواکی د دغو مسلمانانو د نصرت او ژغورلو لپاره ګام پورته کړي، برعکس حتی د اسلامي خاورو دغه چارواکي په بې شرمۍ سره داسې د واک په ګدۍ ناست دي، چې ګواکې اسلامي امت په سوکالۍ او بشپړ امنیت کې ژوند تېروي. په داسې حالت کې د روهینګیایي وروڼو، ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو د نصرت او مرستې لپاره د مسلمانانو چارواکو د نه راپورته کېدل دوه لاملونه لري:

۱. د مسلمانانو چارواکي د استعماري دولتونو د لوبو ابزار دي چې د خپلو بادارنو (انګلیس او امریکا) له خدمت پرته بل مسوولیت نه لري. له همدې امله د حیرانتیا ځای نه دی، چې هغوی د خپل همیشګي عادت غوندې د مسلمانانو د مرستې لپاره را پورته نه شي؛ ځکه په اصل کې هغوی د غربي دولتونو له خوا واک ته رسېدلي ترڅو په اسلامي خاورو کې پخواني استعمار ته قوت ورکړي او د پخواني واحد او ځواکمن دولت په شان د مسلمانانو د یوالي خنډ وګرځي، نو دغه چارواکي مزدوران دي، له همدې امله د رسول الله صلی الله علیه وسلم له امت سره که هغه لرې یا نږدې وي مرسته نه کوي.

۲. دویم لامل په خپله مسلمانانو پورې اړه لري چې د دغو مزدورو چارواکو له شر څخه د خلاصون لپاره ګام نه پورته کوي. همدا دلیل دی چې منکرات په خپل ځای پاتې دي، فساد ډېر شوی او مسلمان له مرستې وروسته پاتې دی. همدا د مسلمانانو درد او بلا ده چې پرې اخته دي. باید پوه شو چې هېڅکله هم د مسلمانانو حکام د امت د ژغورنې لپاره نه راپورته کېږي، ځکه هغوی مزدوران دي چې د غربي دولتونو خدمت کوي، خو موږ مسلمانان به تر څه وخته په داسې حالت کې و او ناخبره فعالیت به کوو، داسې فعالیتونه چې پایله یې بېړنۍ مرګ وي؟!

اوس د دې وخت رارسېدلی چې اسلامي امت د دغو خاینو چاروکو او د غرب د جاسوسو موسسو له حاکمیت څخه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوه ملیارده امت د له منځه وړلو لپاره ګومارل شوي، ځان خلاص کړي. له نېکه مرغه هغه تګلاره چې زموږ پروردګار موږ ته له دغو ستونزو څخه د خلاصون لپاره رالېږلې، په هغې کې د ټولو ستونزو دوا او شفا پرته ده، زموږ په منځ کې په تازه ډول شتون لري او حزب التحریر د کفارو او د هغوی د مزدورانو له شر څخه د امت د خلاصون لپاره په الهي تګلاره باندې د منګلو لګولو څرنګوالی په روښانه ډول ښودلی دی. نو باید له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږو او د ځان، روهینګیایي ماشومانو او ټولو مظلومو مسلمانو د خلاصون لپاره کار وکړو.

د خبر او تبصرې د مطبوعاتي خپرونو له پاڼې څخه اخیستل شوې

لیکوال: دکتور فرج ممدوح

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې